زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2020/12/24 - 15:00:0
زيارة: 725
مشاركة مع الـأصدقاء

د ٢٠٢٠ کال پرمهال په ټوله نړۍ کې ٢١ خبريالان وژل شوي

د ٢٠٢٠ کال پر مهال په ټوله نړۍ کې د شپږو افغانانو په ګډون ٢١ خبريالان وژل شوي چې د تېر کال په پرتله يې کچه ٥٥ سلنه لوړه ده .

د خبريالانو د خونديتوب نړيوالې کمېټې (سي پي جى) د ٢٠٢٠ زېږديز کال په خپل کلني راپور کې ويلي چې په دې کال کې په ټوله نړۍ کې ٢١ خبريالان د خپلو دندو پرمهال وژل شوي، دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال دا شمېره ١٠ تنه وه.

په دې راپور کې راغلي، د روان زېږديز کال د وروستۍ مياشتې ډسمبر تر لومړۍ نېټې پورې په ټوله نړۍ کې ٢٧٤ تنه خبريالان زنداني شوي وو، په داسې حال کې چې تېر کال دا شمېره ٢٥٠ تنه وه.

د خبريالانو د خونديتوب نړيوالې کمېټې ويلي چې په دې وروستيو په افغانستان کې پر خبريالانو د بريدونو لړۍ تونده شوې او په تېرو دوو مياشتو کې شاوخوا څلور فعاله خبريالان او يو پخوانى خبريال وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې په افغانستان کې د خبريالانو د وژلو وروستۍ پېښه په غزني ولايت کې د رحمت الله نيکزاد وژل و چې په بې غږه تومانچې ووژل شو او بريدګر په اسانۍ سره په تېښته بريالي شول.

تر دې مخکې په ننګرهار ولايت کې ملالۍ ميوند، په هلمند کې الياس داعي او په کابل کې کريم اميني هم وژل شوي دي.

د بې پولې ژورنالېستانو د نړيوالې ادارې يو تن استازي اقبال خټک ويلي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته خبريالانو ته په ازاده توګه د کار زمينه برابره شوه، خو په دې وروستيو کې ستونزې بيا ډېرې شوې دي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د يوناما مشرې ډيبرا ليون افغانستان د خبريالانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد بللى و.

د هغې په وينا، د ٢٠٢٠ زېږديز کال پر مهال په افغانستان کې شپږ خبريالان او د بشري حقونو ١١ کارکوونکي وژل شوي دي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/21418


الكلمات:






*
*

*



قرأ

نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی


د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو


دافغانستان په ۱۲ ولایتونو کی د واورو اوسیلابونو اټکل شوی


په وروستیو سیلونو کې نژدې ۴۰ تنه مړه شوي


۲۵۵ افغانان د جرمني پلازمېنې برلین ته ورسېدل


افغانان له تصوره لوړ له اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي


کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي


نژدې هره ورځ خونړۍ ترافیکي پېښې؛ څوک ملامت دي؟


طالبانو پکتیا کې ۸ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي


یوه میاشت کې له ۲۰ زره جریبه زیاته ځمکه له غصب راګرځول شوی


د هوا له نظره د نړۍ تر ټولو ککړ هیوادونه کوم دي؟


اوچا له هېوادونوغوښتي چې پر انسانیت پانګونه وکړي


د ۲۰۲۴ کال نوومبر او په مجموع کې ټول کال د تاریخ تر ټولو تود کال ثبت شو


د سالنګ لویه لار د لویو مسافر وړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه


راتلونکی کال تر ۱۲ میلیونه ډېر افغان ماشومان مرستو ته اړتیا لري


ورک شوی لبنانی ۴۰ کاله وروسته د سوریې په زندان کې وموندل شو


له ترکمنستان څخه د برښنا د واردولو قرارداد تمدید شو


هرات ته له ترکمنستانه د برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي


طالبانو د کوکنارو د کښت په تور ۳۱ تنه نیولي


د افغان خبریالانو پر وړاندې د سرغړونو ۳۳۶ پېښې ثبت شوي


رينا اميري د دوو افغان مېرمنو له لوري د نړيوالو جايزو د ترلاسه کولو هرکلی کړی


بلوسکای څه شی دی، ولې میلیونونه کسان ور روان دي؟


افغان ماشومان زده کړو او سوله ییز ژوند ته هیله لري


د خوارځواکۍ د تشخيص لپاره مو يو ميليون افغان ماشومان معاينه کړي


۲ میلیونه پاکستانیان د هوا ککړې له امله روغتونونو ته لېږل شوی